د پوهنې د نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش له طالبانو غوښتي چې په ثانوي او لوړو زده کړو کې د نجونو پر زده کړو ظالمانه بندیزونه پای ته ورسوي.
د معمار پرس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي د جنورۍ ۲۴ مه د پوهنې د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي: “زه په ځانګړې توګه د افغانستان له واکمنو چارواکو څخه غوښتنه کوم چې ثانوي او لوړو زده کړو ته د نجونو د لاسرسي ظالمانه او ناکام بندیز لغوه کړي.”