د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ادعا کوي چې افغانستان اوس د ثبات پر لور روان دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ امیرخان متقی نن یکشنبه (د دلو ۲مه) په کابل کې د کرنې د پراختیا د پیسو بکس د اسلامي مالي محصولاتو د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې افغانستان د ثبات په لور روان دی او د هرې ورځې په تېرېدو سره د افغانستان په اړه د نړۍ په نظر کې مثبت بدلونونه راځي.