د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې د روان کال د مې میاشتې په ۱۴ نیټه به د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنې تر ټاکلي وخت یوه میاشت مخکې ترسره کړي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ترکیې د ولسمشر دفتر د یکشنبې په ورځ د جنورۍ په ۲۲ مه دې د دغه هېواد په شمال لوېديځ کې د بورسا په ولايت کې له ځوانو رايه ورکوونکو سره د اردوغان د غونډې ويډيويي انځورونه خپاره کړي دي.