تحلیل سیاسی 03 دلو 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

افغانستان د سترو قدرتونو تر منځ د سیالۍ ډګر

په افغانستان کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ادعا کړې، چې امریکا او برتانیا د طالبانو له وسله والو مخالفینو سره په تماس کې دي او په پټه د داعش ترهګرې ډلې ملاتړ کوي. کابلوف د جمعې په ورځ د جنورۍ پر ۲۰ د روسیې له ۲۴ تلویزیون سره په مرکه کې پر برتانیا او امریکا تور ولګاوه چې په افغانستان کې د داعش له غړو سره پټې اړیکې لري. د هغه په ​​وینا، د داعش ملاتړ نه یوازې په منځنۍ اسیا او د افغانستان په نورو ګاونډیو کې د روسیې د متحدینو د ثبات پر ضد دی، بلکې د روسیې د امنیت پر ضد هم دی. کابلوف يادونه وکړه، چې امريکايان او برتانويان په افغانستان کې د خپلې شرمونکې پوځي او سياسي ماتې غچ اخيستلو ته ډېر لېوال دي. افغانستان له څو کلونو راهیسې د نړۍ د سترو قدرتونو تر منځ د سیالۍ ډګر ګرځېدلی او لویو او استعماري هېوادونه یې تل د هغه پر منابعو حرص لري. په تېرو شلو کلونو کې او په افغانستان کې د لوېديځ امريکايي نظام له رامنځته کېدو وروسته دا له چا پټه نه ده چې د امريکا او لوېديځ سيالانو په تېره بيا روسيې او چين له طالبانو سره په لوژستيکي او مالي برخو کې پراخې مرستې کړې دي. په ځانګړې توګه روسانو د مجاهدینو په لاس د شوروي اتحاد د ماتې غچ اخیستو په موخه د امریکایانو په وړاندې د غچ اخیستنې په دې جګړه کې مهم رول ولوباوه. د شلمې پیړۍ په اتیایمه لسیزه کې شوروي امپریالیزم په افغانستان کې له خپلې سترې تاریخي ماتې سره مخ شو چې تر ټولو لوی رول یې امریکایانو ولوباوه. امریکایان د پرمختللو وسلو، نغدو پیسو او پراخو استخباراتي او امنیتي مرستو په لیږلو سره په ختیځ کې تر ټولو ستر ځواک شوروي امپریالیزم ته په ماتې ورکولو بریالی شو. دا ماتې نه یوازې د شوروي نیواکګر ځواکونه له افغانستانه وتلو ته اړ کړل، بلکې د ختیځ بلاک د انحلال لپاره یو مهم ټکی و. له دې ماتې وروسته روسیه له ډېر بد وخت څخه تېره شوه تر دې چې ولادیمیر پوتین د دغه هېواد سیاسي واک په لاس کې واخیست او په دې وتوانېد چې روسیه بېرته خپل لومړي ځاي ته ورسوي. د امريکا او ناټو هېوادونو له خوا د افغانستان له اشغال وروسته طالبانو د هغوى پر ضد جهاد پيل کړ، چې په لومړي سر کې ډېر جدي نه ښکارېده. د طالبانو دغه اقدام د روسیې د استخباراتو له خوا تود هرکلی وشو او د امریکایی ځواکونو او د هغوی د متحدینو پر ضد یې په عملیاتو او کمینونو کې بېلابېلې مرستې وکړې. د روسیې او د سیمې د ځینو نورو هیوادونو په دوامدار ملاتړ سره امریکا او ناټو په افغانستان کې له شرمه ډکه ماته وخوړه او مجبور شول چې له دغه هیواده ووځي او خپل پوځي شتون پای ته ورسوي. اوس مهال که څه هم د طالبانو حکومت د روسیې له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی، خو د روسیې له خوا یې ملاتړ کیږي. امریکایان او لویدیځوال هڅه کوي چې د داعش ترهګرې شبکې په ملاتړ په افغانستان کې د روسیې رول کمزوری کړي او د منځنۍ اسیا هغو هیوادونو ته ناامني خپره کړي چې د روسیې د امنیت ته ګواښ وي، تر څو له یوې خوا له داعش سره په مبارزه او له بلې خوا د اوکراین په جګړه کې بوخت وساتل شي. په دې ډول څو اړخیزه جګړې سره د نړۍ په سیاست کې د روسیې ونډه به کمه شي او ښايي له منځه ولاړه شي. خو په دې موده کې چې طالبان واک ته رسیدلي، دوی توانیدلي چې د داعش د ودې مخه ونیسي او اجازه ورنکړي چې په افغانستان کې یې ناوړه دسیسې عملي شي. خو له داعش سره مبارزه اسانه کار نه دی ځکه لوېدیځ په خپل ټول توان سره د دې تر څنګ ولاړ دی او طالبان یوازې او د سیمې د هېوادونو په تېره بیا د ایران د اسلامي جمهوریت او د روسیې د فدرالي جمهوریت له ملاتړ پرته له دغې ترهګرې ډلې سره د مقابلې توان نه لري.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *