په خیبر پښتونخوا ایالت کې د حقانیه مدرسې مشر او د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا حامد الحق حقاني وايي، طالبان له نړۍ سره د کرکې له امله نجونو ته د کار او زده کړې اجازه نه ورکوي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د حقانیې مدرسې مشر مولانا حامد الحق حقاني له بي بي سي سره په خبرو کې وویل چې سعودي چارواکو په دې وروستیو کې ورته ټیلیفون کړی او ترې غوښتي یې دي چې د نجونو د تعلیم په اړه له طالبانو سره خبرې وکړي.