د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په سويډن هېواد کې د قران کریم سوځونه او بې حرمتي په کلکو ټکو وغندله.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت دغه جاهلانه کړنه په کلکو ټکو غندي او د یاد هېواد له حکومت څخه غواړي، چې د دغې کرغېړنې پېښې عاملینو ته سخته سزا ورکړي.
خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د سويډن حکومت دې په راتلونکي کې چاته اجازه نه ورکوي، چې داسې کړنې ترسره او د اسلام مبارک دین ته سپکاوی وکړي.