خبرونه 01 دلو 1401 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

مونږ په افغانستان کې د پوځي عملیاتو اراده نلرو- بلاول بوتو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوتو زرداري له تحریک طالبان پاکستان یا تي تي پي سره خبرې اترې رد کړې او څرګندوي، چې هېواد یې په افغانستان کې د دغې ډلې پر ضد د بریدونو اراده نلري.

بلاول بوتو

بلاول بوتو زرداري د نړۍ د اقتصادي سرمشریزې په څنډه کې ته ویلي: مونږ د پولې په اوږدو کې د عملیاتو له پیلولو سره لیوالتیا نلرو او نه غواړو، چې له رامنځته شوې اوږدې جګړې وروسته د نورو پوځي مداخلو ملاتړ وکړو.

نوموړي له واشنګتن پوست سره په مرکه کې له هغو وسلوالو سره خبرې اترې رد کړي، چې د پاکستان اساسي قانون او قوانینو ته درناوی نه‌کوي.

هغه څرګنده کړې: په پاکستان کې نوې رهبري؛ که سياسي ده او که پوځي، دواړه ډېر څرګند دريځ لري. له هغو ترهګرو سازمانونو سره به خبرې ونشي، چې زموږ قوانینو او اساسي قانون ته درناوی نه‌کوي.

زرداري ادعا کړې، چې اسلامي امارت پر تحریک طالبان پاکستان نفوذ لري او پاکستان په دې برخه کې له اسلامي امارت سره په اړیکه کې دی.

هغه په ډاګه کړې، چې پاکستان غواړي له دې ګواښ سره د مبارزې لپاره په افغان حکومت کې وړتیاوې رامنځته کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي، چې د نړۍ ټول هېوادونه د افغانستان له خاورې څخه د د تروریستي فعالیتونو شونتیا اندېښمن کړي دي.

نوموړي واشنګتن پوست ورځپاڼې ته ویلي، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له منځه وړل د پاکستان او امریکا ګډه ګټه ده.

له دې مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی و، چې که کابل د تي تي پي یا تحریک طالبان پاکستان د پټنځیو د له منځه وړلو لپاره هڅې ونه‌کړي؛ اسلام‌آباد ښايي د دوی پر پناه ځایونو بریدونه وکړي.

هغه وخت د اسلامي امارت دفاع وزیر د دغو څرګندونو په غبرګون کې د تحریک طالبان پاکستان شتون د افغانستان پر خاوره رد کړ او ویلي یې ول، چې دا هېواد بې مالکه ندی او اسلامي امارت د تل په څېر له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا دفاع ته چمتو دی

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *