په افغانستان کې د روسیې ځانګړي استازي اعلان وکړ چې په نږدې راتلونکي کې به د سیمې د هېوادونو په حضور کې له افغانستان سره د مرستې لپاره څو غونډې جوړې شي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې ډېر ژر به د افغانستان په اړه غونډه د یو شمېر هېوادونو د وزیرانو په حضور کې د افغانستان له خلکو سره د مرستې په موخه جوړه شي.