د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر وايي، د طالبانو مشرتابه د نجونو د تعلیم مخالف نه دی. خو افغانستان یوه "دودیزه ټولنه" ده چې حقایق یې باید درک شي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني پرون (چهارشنبه) د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې آمنه محمد سره په لیدنه کې دغه څرګندونې وکړې دوی هڅه کوي چې ښځو ته د کار او زده کړې یوه لاره پیدا کړي چې د “شریعت خلاف” نه وي.