افغانستان ته د ملګرو ملتونو پلاوي د طالبانو د ډلې له مرستیال سره کتلي او خبرداری یې ورکړی چې که د ښځو پر کار او زده کړو د بندیز حکم لغوه نه شي، د نړۍ مرستې به پرې بندې شي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ تېره شپه (د جدي ۲۸مه) ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې آغلې آمنه محمد د ښځو د کار او زده کړو د منع په اړه د وروستیو فرمانونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او په دې برخه کې یې د بیا کتنې غوښتنه وکړه.