افغانستان 29 جدی 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

د کابل ښار پل‌سوخته سیمه له روږدو کسانو پاکه شوه

د کابل پولیسو په ډاګه کړې، چې تېره شپه د کابل ښار پل‌سوخته او نورې سیمې له روږدو کسانو پاکې او څه ناڅه ۱۵۰۰ روږدي راټول او ځانګړیو روغتونونو ته د درملنې لپاره ولېږدول شول.

پل سوخته یا د ( مرګ ښامار) په تېرو شل کلونو کې د نشه‌یي توکو د پلورونکیو او روږدو کسانو لپاره خوندي ځای پاتې شوی و، چې اوس اسلامي امارت پر نشه‌یي توکو د روږدو او د هغو له پلورونکیو پاک شو.

د کابل امنیه قومندانۍ په یوه بې سارې هڅه کې د پل‌سوخته سیمه په بشپړه توګه د روږدو کسانو او د نشه يي توکو د پلورونکیو له شتون پاکه کړه.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ويلي، پل‌سوخته په بشپړه توګه د روږدو کسانو له شتون پاک شوی او پر نشه‌يي توکو ټول روږدي کسان د درملنې لپاره د روږدو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

هغه وایي: په تېرو څو ورځو کې د کابل ښار له بېلابېلو سيمو څخه پر نشه‌يي توکو شاوخوا ۱۵۰۰ روږدي راټول او اړوند روغتونونو ته لېږدول شوي، چې په سړه هوا کې د هغوى ژوند له خطر سره مخ نشي.

خالد ځدراڼ زياته کړې؛ د کابل په نورو سيمو کې هم پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو لړۍ روانه ده او هغه سیمې، چې نشه‌يي توکي په کې پلورل کېږي هم له منځه وړل شوي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، په پل‌سوخته سیمه کې د اسلامي امارت له لوري پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو راټولول يو ښه ګام دی؛ ځکه، چې پر نشه‌يي توکو روږدو کسانو د کابل لویديځ اوسېدونکیو ته ګڼې ستونزې جوړې کړې وې.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *