د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې ریتنو مارسودي سره په ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو ډلې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي تېره شپه (۲۸ جدي) په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: په دې ټیلیفوني اړیکه کې متقي د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ.