د طالبانو د صدراعظم د دفتر اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي، بشري مرستې باید په سیاسي مسایلو کې مشروط نه وي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ارگ د یوې اعلامیې له مخې، حنفي د سه شنبې ماښام (جدي 27) د ژغورنې د نړیوالې کمیټې (IRC) د نړیوالو چارو مرستیال میډلین سره په لیدنه کې هغه د سږني ژمي سړې هوا ته په اشارې سره وویل، د افغانستان خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او ځینې مسایل باید د تفاهم له لارې حل شي.