د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې آمنه محمد او ورسره ملګري پلاوي سره وکتل.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د حامد کرزي دفتر وايي، په دې کتنه کې د پوهنې پر حیاتي ارزښت خبرې وشوې او د نجونو لپاره د تعلیمي او تحصیلي مرکزونو پر بیا پرانیستلو او خپلو دندو ته د ښځو پر راستنېدو ټینګار وشو.