د قطر د بهرنیو چارو وزیر وايي، په داسې حال کې چې د طالبانو وروستي اقدامات "ډیر مایوسه کوونکي دي"، دوحه به په افغانستان کې د بدلون د یوازینۍ لار په توګه له دې ډلې سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني په سویس کې د داووس د اقتصادي غونډې په څنډه کې وویل، که څه هم له دې ډلې سره تماس نیول به اسانه کار نه وي، خو دا مهمه ده چې هڅو ته دوام ورکړو.