ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې د دغه سازمان د سرمنشي په استازیتوب یو لوړ پوړی پلاوی د طالبانو له مشرانو سره د خبرو لپاره افغانستان ته تللی دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ ملګرو ملتونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان د کړکېچ سمدستي حل ته اړتیا ده او په همدې موخه د ملګرو ملتونو یو لوړ پوړی پلاوی دغه هېواد ته تللی دی.