افغانستان 28 جدی 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د کورنیو چارو وزارت سرپرست په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي له مشرې سره وکتل

د کورنيو چارو وزارت سرپرست سراج الدين حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي له رئیسې رافيلا يوديچه سره تعرفي کتنه وکړه.

د کورنيو چارو وزارت سرپرست

سراج الدين حقاني په دغه کتنه کې د اروپايي ټولني د پلاوي له پخواني ماموریت نه مننه وکړه چې د بشري مرستو په لړ کې يې له افغانستان سره خپلې همکارۍ ترسره کړي دي.
نوموړي هيله وښوده، چې ياده ټولنه د تېر په څېر له افغانانو سره په سختو شرائطو کې خپلې بشري مرستې دوامداره وساتي او په ځانګړې توګه په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې له روان کمپاين سره همکاري وکړي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولني د پلاوي رئيسې رافيلا يوديچه د کورنيو چارو وزارت له سرپرست څخه مننه وکړه، چې د امنيت په ټينګښت کې يې د پام وړ هڅې کړې دي او د نړيوالو بشري مرستو کارکوونکو ته يې لاره هواره کړې ده چې د بشري بحران سره مبارزه وکړي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *