د ټاپي پروژې اجراییه رییس او نورو مسوولینو د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو او استخباراتو لوی ریاست له استازو سره د ټاپي پروژې د امنیت نیولو په موخه ګډه ناسته تر سره کړه.
په دغه ناسته کې چې د افغانستان لپاره د ترکمنستان هېواد سفیر هوجا اویزیوف هم ګډون درلود د یادې پروژې د امنیت نیولو په موخه هر اړخیزې خبرې اترې وشوې.
راغلو مسوولینو جوړه شوې طرحه د یادو ادارو مسوولینو ته وسپارله او له دوی څخه یې وغوښتل، چې خپل هر اړخیر اقدامات تر لاس لاندې ونیسي.
وروسته د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې لوی ریاست رییس مولوي حماس په خپلو خبرو کې، دوی ته ډاډ ورکړ، چې ټاپي د افغانانو لپاره یوه حیاتي پروژه ده او اسلامي امارت به په ټول توان د یادې پروژې امنیتي چارې په پوره ریښتنولۍ سره تر سره کړي.
د يادونې وړ ده، چې اسلامي امارت تر دې وړاندې هم د ټاپي پروژې د بشپړ امنيت د ټينګښت ډاډه ورکړی وو.