افغانستان 28 جدی 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې له مسوولینو سره وکتل

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع نن د سره صلیب نړیوالې کمیټې (ICRC) د افغانستان څانګې د مشر ایلوا فیلیون، د سره صلیب نړیوالې کمېټې د برنامو رئیسې چارلوټ جوسیو موریل او د یادې کمېټې د مشرتابه سلاکار عزت ګل سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

ایلوا فیلیون په دغه کتنه کې په افغانستان کې د دوی د کاري ملاتړ په موخه د اسلامي امارت د هڅو قدراداني وکړه او ويې ویل، دغه کمېټه د روغتیایي خدمتونو، معلولینو سره د مرستو، زندانیانو ته د خدمتونو برابرولو، امیدوارو ښځو ته د روغتيايي زده کړو او د خوارځواکۍ په راکمولو کې مرسته او د نغدي او غیر نغدي مرستو د وېش برنامې مخته وړي.
د سره صلیب نړیوالې کمیټې (ICRC)د افغانستان څانګې مشر زیاته کړه، دوی د تېر کال په پرتله يې په افغانستان کې خپلې برنامې پراخې کړي دي.
د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع دوی ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، موږ تل د سره صلیب نړیوالې کمېټې د کړنو او خدمتونو قدردانی کوو او په دې برخه کې د لازیاتې همکارۍ ډاډ درکوو.
نوموړي زیاته کړه، دا چې په دې وروستیو کې د ځینو خیریه کړیو چارې د سیاسي ملحوظاتو له امله ځنډول شوې دي، دغه کار په ځانګړې ډول عام ولس ته زیات زیان رسوي.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس راغلي پلاوي ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې او وړاندیزونه به يې له مشرتابه سره شریک کړي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *