په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازې منير اکرم ويلي، که په افغانستان کې اقتصادي وضعيت ښه نه شي، ښايي طالبان له ماتې سره مخ شي او ښايي يو شمېر طالبان له داعش سره يو ځای شي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ پاکستاني رسنيو د جدی په ٢٦مه، د منير اکرم په حواله خبر ورکړى، چې د طالبانو د لږو عايداتو له امله د دې امکان شته، چې د هغوى غړي له داعش او نورو سخت دريځو ډلو سره يو ځاى شي.