افغانستان 27 جدی 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست: د استادانو وړتیا لوړونې او امتیازونو ورکړې ته ژمن یو او په دې برخه کې پلانونه تر لاس لاندې دي

د لوړو زده‌ کړو وزارت سرپرست مولوي ندامحمد ندیم کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي محمد یوسف وفا سره په کتنه کې وویل، چې د استادانو وړتیا لوړونې او امتیازونو ورکړې ته ژمن یو او په دې برخه کې پلانونه تر لاس لاندې دي،

د معمار پرس د خبر له مخې؛  په دغه کتنه کې د لوړو زده‌ کړو وزارت سرپرست وویل، چې د هېواد په کچه یې د ټولو پوهنتونونو له مسوولینو او استادانو سره لېدلي، چې د پوهنتونونو د روان بهیر او ستونزو لرې کولو او همدا راز د هېواد په کچه د لوړو زده‌ کړو د پرمختګ پر لارو چارو یې هر اړخیزه بحث او خبرې کړې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د لوړو زده ‌کړو وزارت د هېواد په ټولو پوهنتونونو کې د استادانو د وړتیا لوړونې ترڅنګ د استادانو ټولو حقونو او امتیازونو ته پوره او ځانګړې پاملرنه کوي او دې برخه کې ځانګړي پلانونه هم تر لاس لاندي لري.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *