د بښنې نړیوال سازمان د افغانستان د ولسي جرګې د پخواني غړي مرسل نبي زاده د وژنې په اړه له طالبانو د بشپړې، بې پرې او شفافې څېړنې غوښتنه کړې ده.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ دغه سازمان د دوشنبې په شپه (د جنورۍ ۱۶مه) یوه بیانیه خپره کړه او ویې ویل، “د مرسل نبيزاده وحشیانه وژنه یو ځل بیا په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په خرابیدو او د خلکو په ساتنه کې د طالبانو پر پاتې راتلو او د هغو ښځو پر ستونزو چې له خپلو حقونو بې برخې دي، ټینګار کوي.”