په هند کې د افغانستان د سفارت مطبوعاتي دفتر وايي، موږ د محصلینو له استازو سره په تماس کې یو او هڅه کوو چې د هند له حکومت سره د فارغو شویو محصلینو د ستونزو د هواري لپاره اساسي حل لاره ولټوو.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ یوه افغان محصل چې د هند له پوځي اکاډمۍ څخه فارغ شوی خو اوس په یوه ملکي پوهنتون کې په پوځي سابقه کې زده کړې کوي رسنیو ته وویل: زموږ یوازینۍ هیله دا وه چې هېواد ته راستون شو او له فراغت وروسته خدمت وکړو، چې له بده مرغه داسې ونه شول.