افغانستان 26 جدی 1401 - 2 کلونه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

هرات کې د بهرنیو چارو وزارت استازي د یوناما له ساحوي استازې سره وکتل

په هرات کې د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ رئیس مولوي شیر احمد عمار په هرات کې د یوناما د ساحوي دفتر له مشرې آغلې آرزو هتاکوی سره وکتل.

د معمار پرس د خبر له مخې؛  په دغه کتنه کې آرزو هتاکوی په هرات کې د سړې څپې د را رسېدو له امله د مرستې ګرځنده ټیمونو د تشکیل خبر ورکړ او ويې ویل، چې ګرځنده ټیمونه به له زیانمنو کسانو سره پر خپل وخت مرسته کوي.

نوموړې د دې ترڅنګ د هېواد په غرب کې خپل یو میاشتنی کاري راپور هم د بهرنیو چارو وزارت له استازي سره شریک کړ.

ورته مهال شیر احمد عمار هتاکوی ته تر ښه راغلاست وروسته د یوناما د فعالیتونو ستاینه وکړه او دغه ولایت کې یې د هر راز مرستې ډاډ ورکړ.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *