د طالبانو له شمېرو سره د تماس د کمېسیون ویاند وايي، احصایې ښيي چې تر اوسه د تېر حکومت ۴۷۱ سیاسي شخصیتونه او چارواکي هېواد ته راستانه شوي، چې یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې تر سلو ډېر سیاسي شخصیتونه او پخواني دولتي کارکوونکي هېواد ته راستانه شوي دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د دغه کمیسیون ویاند احمدالله وثیق یوه خصوصي ټلویزیون ته وویل: په راستنو شویو کسانو کې وزیران، واليان او نور سیاسي شخصیتونه شامل دي.