د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره وکتل.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې چې د یکشنبې ماښام د جنورۍ د میاشتې په ۲۵ مه نیټه ترسره شوه، کابلوف د ملي سولې او پخلاینې په چټکتیا او په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړولو ټینګار وکړ.