افغانستان 26 جدی 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د تعرفې کمېټې، د یو شمېر وارداتي او صادراتي اقلامو پر ګمرکي تعرفې بحث او پرېکړې وکړې

د تعرفې کمېټې په ناسته کې، د یو شمېر وارداتي او صادراتي اقلامو پر ګمرکي تعرفې بحث او پرېکړې وشوې.

د معمار پرس د خبر له مخې ؛ مالیې وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې ناسته کې د دغه وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین ملا محمد ناصر اخند، د تعرفې کمېټې د ارزښت بیانولو ترڅنګ، وویل: د دې کمېټې ټولې پرېکړې په بازارونو کې د بیو پر کموالي او زیاتوالي اغېز لري، نو په کار ده چې ټولې پرېکړې په پوره دقت او له اصولو سره سم ترسره شي.

دغه راز د ګمرکونو لوی ریاست د تعرفې رئیس عبدالرحمن وقاد د کبانو، کنسر لوبیا، کاکوي چاکلېټ، لمریزې اوبه ګرمونکي، د جامو مینځلو پوډر د وارداتي تعرفو او د شوکاڼي صادراتي تعرفې په اړه هر اړخیز معلومات ورکړي او د دغو اقلامو د تعرفې په اړه یې د سوداګرو او صنعتکاراتو غوښتنې د کمېټې له غړیو سره شریکې کړې دي.

وروسته، د تعرفې کمېټې غړيو د یادو اقلامو پر تعرفې هر اړخیز بحث کړی او له کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ، د سوداګرۍ ودې او دولتي عوایدو زیاتوالي اصل ته په کتو سره یې په اړه لازمې پرېکړې کړې دي.

د ناستې په پای کې، د یو شمېر وارداتي اقلامو لپاره د ملي کوډونو پر جوړېدو هم پرېکړه شوې ده.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *