د بنیامین نتانیاهو او د هغه د کابینې د سیاستونو پر ضد د مظاهره چیانو پراخې مظاهرې په تاوتریخوالي بدلې شوې او په ورته وخت کې یو شمیر خلکو د فلسطین بیرغ پورته کړ.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د اپوزیسیون له غوښتنې وروسته د اسراییلو د پلازمېنې تل ابیب په مرکز کې زرګونه کسان راټول شوي او د نتانیاهو په مشرۍ د ایتلافي حکومت پر ضد یې د شعارونو په ورکولو سره په واټونو کې لاریون وکړ.