د هرات د حوزوي روغتون روغتيايي مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د سختې سړې څپې له پيله تر اوسه د يخنۍ له امله ٢٢ تنه او د ګازو او ډبرو د سوځېدو له امله ٣٦ تنه روغتون ته لېږدول شوي دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د هرات د حوزوي روغتون د بېړنۍ څانګې مسوول ډاکټر فرهاد افضلي وايي، چې دغه کسان د بېړنۍ درملنې له امله له مرګه وژغورل شول