تحریک طالبان پاکستان د پاکستان په شمال لویدیځ کښې د دغه هیواد د دریو پولیس افسرانو د وژلو او په پنجاب ایالت کښې د یوې حملې ذمه واري په غاړه واخیسته.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ تر دې مخکې، پاکستاني چارواکو د شنبې په ورځ، د جنورۍ په ۱۴مه تایید کړه، چې افراطیانو د پېښور ښار ته څېرمه درې پولیس افسران په ډزو وژلي دي