د طالبانو ویاند په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر کار او زده کړو د بندیز په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې دغه ډله په هېواد کې د غیرشرعي کړنو اجازه نه شي ورکولای.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد نن (شنبه، جدي ۲۴مه) وويل چې د طالبانو حکومت د امنيت شورا د غړو اندېښنې درک کوي؛ خو هڅه کوي چې ټولې چارې د اسلامي شریعت په رڼا کې تنظیم کړي.