د ایران بهرنیو چارو وزیر د لبنان له سیاسی او مذهبی ډلې سره په کتنې کښې وویل مونږ د افغانستان اوسنی واکمن حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی خو په ځینو قضیو کښې مو د دغه هیواد د مشکلاتو د کمولو لپاره له هغوی سره اړیکې ټینګې کړی دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایراني رسنیو د راپور له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان د جمعې په ماښام په لبنان کې له سیاسي او مذهبي ډلو سره په کتنه کې د افغانستان په اړه وویل: موږ د افغانستان له خلکو ملاتړ ته دوام ورکوو او د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت پر ودانۍ د داعش ډلې ترهګریز عمل غندو.