د ایران د بهرنیو چارو وزیر په لبنان کښې په یوه خبری کانفرنس کښې وویل: د ایران اسلامی جمهوریت د ایران او سعودی عربستان ترمینځ د ډیپلوماټیکو اړیکو او د خپلو سفارتونو د بیرته ستنیدو هرکلی کوی. موږ د لبنان او فلسطین له اسلامي مقاومت څخه په کلکه ملاتړ کوو.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د لبنان د بهرنیو چارو له وزیر عبدالله بوحبیب سره په ګډه خبري غونډه کښې چې د لبنان په بهرنیو چارو وزارت کښې جوړه شوې وه وویل: د لبنان د بهرنیو چارو له وزیر سره مو د مختلفو سیمه ایزو مسائلو په اړه ګټورې خبرې اترې وکړې.