د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د امنیت د تامین لپاره له طالبانو سره همکارۍ ته د دغه ګوند چمتووالی اعلان کړ.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ په افغانستان کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار اعلان وکړ چې ګوند یې د امنیت د تامین لپاره اسانتیاوې او روزل شوي کسان لري او په دې برخه کې له طالبانو سره همکارۍ ته چمتو دی.