افغانستان 22 جدی 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د لوړو زده کړو وزارت له سرپرست سره په کتنه کې د دغه وزارت اړوند مسایل وارزول

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ ندامحمد ندیم او د ياد وزارت له مسوولینو سره په کتنه کې د هغوی وړاندیزونه وارزول

د ریاست الوزرا اداري مرستیال

په دې کتنه کې د ۱۴۰۲مالي کال په بوديجه کې د لوړو زده کړو وزارت د نیمه کاره پروژو، د اکاډمیک او اداري تشکیل د زیاتوالي، د استادانو د معاشونو د زیاتوالي د ملاتړ، د کابل او نورو پوهنتونونو ترمنځ د ګډو برنامو د لګښتونو، د دوکتورا سند لرونکو استادانو ته د فوق العاده امتیاز، د زونونو په پوهنتونونو کې د تخصصي برخو د تشکیل د منظوري، د ماسټرۍ او دوکتورا برنامو څخه د استادانو د فیس د معافیت، د استادانو لپاره د افغان نړيوال پوهنتون د ماسټرۍ او دوکتورا برنامو د معاشونو طرحې، د تفاهم لیکونو له لارې د لوړو زده کړو وزارت له فرصتونو او امکاناتو څخه د اړوندو وزارتونو د ګډې ګټې اخيستنې، له مسلکي څانګو څخه فارغو شویو محصلانو ته د کاري زمینې برابرولو، د څېړنیزو برنامو لپاره د پراختیایي بودجې په پام کې نیولو، په ۱۴۰۲کال کې د پوهنتونونو د اختراعاتو او نوښتونو، د کارونو بشپړولو او د تخار پوهنتون د استادانو د ښارګوټي د پرانیستې، د پوهنتونونو د تخنیکي همکارانو (لابرانت)لپاره د حقونو په پام کې نیولو موضوعات وارزول او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *