په غور کې د طالبانو والي په دې وروستیو کې د دغې ډلې له جنګیالیو وغوښتل چې له محرم پرته د ښځو د لیدو مخه ونیسي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د غور لپاره د طالبانو مذهبي مشر احمدشاه په یوه اداري غونډه کې د بنسټونو د فعالیتونو د ځنډېدو له امله په غوسه شو او ویې ویل: دا چې بهرني بنسټونه د افغانستان له خلکو سره صادق نه دي او د حجاب له مسئلې څخه یې د عذر په توګه کار اخیستی خپل فعالیتونه یې بند کړي دي.