د غزني د عدلیې ریاست مسوولین د عوایدو په راټولولو کې د پوره شفافیت خبره کوي او وایي، چې دغه ریاست د اسلامي امارت له بریا تر دې دمه څه باندې ۳.۵میلیونه افغاني عواید راټول کړي دې.
د غزني د عدلیې رئیس مولوي محمد یعقوب عاصم سیمه ییز ته وویل، چې د اسلامي امارت له راتګ څخه تر دې مهاله دغه ریاست ۳ میلیونه ۵۰۶ زره ۳۱۸ افغاني عواید راټول کړي دي.
عاصم زیاتوي، چې دغه ریاست د روان کال له پيله تر اوسه ۲ میلیونه، ۲۸۵ زره ۷۸۵ افغانۍ عواید راټول کړي، چې د نورو کلونو په پرتله د دوی عواید کم شوي او لامل یې په دغه ولایت کې د ملکیتونو د اخیستلو او پلورلو کموالی په ګوته شوی دی.