په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي، دغه ډله به په افغانستان کې د چینايي پانګوالو امنیت برابر کړي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ سهیل شاهین، چې د طالبانو د امارت یو ویاند او د دې ډلې د قطر د دفتر غړی دی، د هانګ کانګ چاپ او د انګلیسی ژبې ورځپاڼې ساوت چاینا مارنینګ پوسټ ته وویل: موږ په افغانستان کې د هر ډول پانګونې هرکلی کوو او دا پانګونه د افغانستان او خلکو لپاره ښې او اغېزمنې دي.