د طالبانو مشر ملا هبت الله ویلي چې له نړۍ سره د دې ډلې تعامل د «اسلام د سپیڅلي دین د احکامو» په رڼا کې دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د دوشنبې په ورځ د جدي په ۱۹مه د طالبانو د دفاع وزارت د ملا هبت الله په حواله یوه خبرپاڼه خپره کړه او ویې ویل چې د دې ډلې رژیم له اسلام پرته له نړۍ سره د تعامل بله لاره نه مني.