د سوالګرو د راټولولو کمیټې د دغه پروګرام له پیل څخه د روان کال د جدي د میاشتې تر ۱۸ نیټې پورې د کابل له بیلابیلو سیمو څخه ۲۴ زره ۲۷۶ سوالګر راټول کړي دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ دغې کمېټې د دوشنبې په ورځ (د جدي ۱۹مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغو راټولو شویو سوالګرو کې ۱۱ زره ۶۰۲ ښځې دي، چې له دې شمېرې تر ارزونې وروسته ۴۹۸۸ یې مستحقې او ۶۶۱۴ یې د مسلکي سوالګرو په توګه پېژندل شوې دي.