د ایران د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د افغانستان په سفارت کې د هر ډول نویو پرمختګونو خبر رد کړی او ویلي یې دي چې په تهران کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفارت په وضعیت کې کوم پرمختګ نه دی شوی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کناني نن دوشنبه د جدې په ۱۹ مه له خبریالانو سره په خپله اونیزه غونډه کې په تهران کې د افغانستان د سفارت د مشر د بدلون په اړه د ځینو راپورونو او ادعاوو په اړه وویل: “تر دې دمه په دې اړیکو کې کوم پرمختګ نه دی شوی، د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت اوس هم د ایران په اسلامي جمهوریت او تهران کې فعال دی او دغه سفارت او د بهرنیو چارو وزارت ترمنځ اړیکې ټینګې دي او په دې برخه کې کوم نوی پرمختګ نه دی رامنځته شوی.”