افغانستان 19 جدی 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست: نړۍ غواړي په خپلو درواغجنو تبلیغاتو سره خلکو ته د اسلامي امارت انځور ناسم وښيي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني د مصر د الازهر جامعې استاد محمد الصغیر په مشرۍ د ترکیې، مصر، سوډان، لیبیا او فلسطین د مخکښو دیني عالمانو له پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

اسلامي امارت

د معمار پرس د خبر له مخې؛

په دغه کتنه کې محمد الصغیر د اسلامي امارت په بریا خوښي وښوده او ویې ویل: ( د راتګ هدف مو دا دی، چې له تاسو سره خپله خوښي شریکه کړو. ټول عربي هېوادونه له اسلامي امارت سره ډېره مینه لري.)

په ورته وخت کې خلیل الرحمن حقاني راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست وروسته وویل، چې نړیوال غواړي په خپلو پوچو تبلیغاتو خلکو ته د اسلامي امارت انځور غلط وښیي او دا د دیني عالمانو وجیبه ده، چې راشي اسلامي نظام له نږدې وویني او خپلو ولسونو ته د اسلامي امارت حقیقي تصویر وړاندې کړي.

حقاني زیاته کړه، افغانستان د نړۍ یو له هغه هېوادونو څخه دی، چې ترټولو زیات کډوال، معیوبین، کونډې او یتیمان لري او موږ د اسلامي نړۍ له دیني عالمانو تمه لرو، چې د دوی په ستونزو او پالنه کې له موږ سره همکاري وکړي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *