د برازیل د پخواني ښي اړخي ولسمشر جیر بولسونارو پلویانو د سترې محکمې او کانګرس پر ودانۍ برید وکړ او د ولسمشرۍ ماڼۍ یې محاصره کړه.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې د یکشنبې په ورځ د جنورۍ په اتمه په برازیل کې د کیڼ اړخي لولا داسلوا د نوي نصب شوي حکومت پر ضد له ۳۰۰ زرو څخه زیاتو کسان مظاهره وکړه.