افغانستان 18 جدی 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

مولوي عبدالکبير:اسلامي امارت وړتيا ته په کتو، له تبعیض پرته ټولو کادرونو ته د خدمت زمینه برابروي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د اهل تشیع ټولنې اړوند د پوهنتون له یو شمېر استادانو او کادرونو سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال

د معمار پرس د خبر له مخې؛  په دې کتنه کې نصرالله مصباح شهرستاني د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او ويې ويل؛ خوښ دي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په راتګ سره د قدرت جزیرې ختمې شوې، تبعیض له منځه لاړ او عدالت رامنځته شو.
نوموړي زیاته کړه، سره له دې چې اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې د اهل تشيع په ګډون ټولو قومونو ته ځای ورکړی، خو غوښتنه یې وکړه، چې د اهل تشیع له کادرونو څخه دې په دولتي جوړښتونو کې لا ډېره ګټه واخيستل وشي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پوهنتون له یادو استادانو څخه په مننې وویل، اسلامي امارت د افغانستان د ټولو وروڼو قومونو اړوند دی او له هر ډول تبعیض او تعصب پرته يې خدمت کوي.
نوموړي همدارنګه وويل چې په اسلامي امارت کې د هر قوم، سیمې او ولایت خلک شته او نظام د وړتیا په نظر کې نیولو سره له تبعیض پرته ټولو کادرونو ته د خدمت زمینه برابروي.
د‌ رياست الوزراء سياسي مرستيال زیاته کړه، په دې برخه کې به اړوند ادارو ته لازمې سپارښتنې وکړي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *