د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تېره شپه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت او په کراچۍ کې د دغه هېواد د قونسلګرۍ د هڅو په پایله کې د پاکستان د سند صوبې له زندانونو ۵۲۴ افغانان خوشې او خپل هېواد ته راستانه شول.