افغانستان 17 جدی 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

کابل کې ۱۶۰۰ کیلو ګرامه تاریخ تېر او بې کیفیته خوراکي توکي راټول کړل شول

کابل ښاروالۍ په پلازمېنه کابل کې د سلګونه کیلو ګرامه بې کېفیته خوراکي توکو د را ټولولو او ټاکل شوي ځای ته د لېږدولو خبر ورکړی دی.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د ښاریانو د روغتیا خوندیتوب په موخه، د ۷مې ناحیې د مسوولینو د هڅو په پایله کې، د یادې ناحیې له هټیو، لویو پلورنځیو او ګدامونو څخه ۱۶۰۰  کیلو ګرامه بې کیفیته او تاریخ تېر خوراکي او روغتیايي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته ولېږدول شول.

د ۷ ناحیې د چاپیریالي روغتیا او چاپیریال ساتنې عمومي مدیر محمد صدیق کاکړ په دې اړه وویل چې هره ورځ د یادې ناحیې په بازارونو کې د حفظ الصحې په پام کې نیولو څخه څارنه کوي.

د نوموړي په وینا په راټول شویو توکو کې نوشابه، بیسکویټ، چاکلیت، کنسل، شامپو، صابون او نور توکي شامل دي چې له منځه به یوړل شي.

کابل ښاروالۍ همدارنګه د څارنو په لړ کې لسګونه لوډسپیکرونه چې د غږیزې ککړتیا سبب ګرځیدلي وو، راټول او له منځه وړي دي.

د یادونې وړ ده، چې کابل ښاروالۍ له ټولو ښاریانو څخه غوښتنه کړې، چې د اړتیا وړ توکو د پېرودلو پر مهال د هغو د مصرف نېټې او کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *