افغانستان 17 جدی 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

ملا عبدالغني برادر د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کونړ ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او مل پلاوي پرون کونړ ولایت ته سفر وکړ.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال

په دې سفر کې له نوموړي سره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیر خواه، د کورنیو چارو وزارت مرستیال صدر ابراهیم، د کورنیو چارو وزارت له نشه یی توکو سر د مبارزې مرستیال ملا عبدالحق همکار او یو شمېر نور چارواکي ملګري وو.

ملا عبدالغني برادر د دغه سفر په ترڅ کې د کونړ سیند، د ناکامورا له لوري جوړ شوي کانالونه او یو شمېر نورو پروژو څخه لیدنه وکړه او اړوندو مسوولينو ته يې د چارو د لاښه والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

له کونړ سیند څخه د لیدنې تر څنګ د ناکامورا په هڅو جوړ شوي کانالونه حیاتي وبلل او د رامنځته شويو نوښتونو له امله یې د مسوولينو د هڅو قدرداني وکړه.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *