د طالبانو د پوهنې وزیر ندا محمد ندیم یوه ویډیو خپره کړه او ویې ویل چې تېر جمهوریت د ښځو د سپکاوي لپاره لاره هواره کړې وه او د طالبانو حکومت به دغه بې عزتي ته دوام ورنکړي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د پوهنې وزیر ندا محمد ندیم وايي: “که موږ یوې ښځې ته اجازه ورکړو چې په یوه اداره کې کار وکړي، بې حجابه وي، پارک ته ولاړه شي، سپورت وکړي، خدای ته به څه ځواب ورکوو؟”