د ترانسپورت او هوا پېژندنې وزارت د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د سختو واورو او بارانونو د ورېدو احتمال اعلان کړی دی.
دې رياست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې نن شنبه د جدي په ١٧مه او سبا يکشنبه د جدي په ١٨مه، په پکتيکا، خوست، پکتيا، لوګر، ميدان وردګو، غزني، باميانو، غور، دايکنډي او اروزګان، زابل، کندهار، هلمند، فراه او بدخشان ولايتونو کې د واورې او باران امکان شته.