د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مرستیال مارکس پوتزل د اسلامي امارت د لومړي وزیر له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره وکتل.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د یوناما دفتر په یوه ټوېټ کې لیکلي چې د دې غونډې په ترڅ کې د یوناما مرستیال د اسلامي امارت د لومړي وزیر مرستیال ته وویل چې پر ښځو د کار کولو بندیز د بشري مرستو رسولو بهیر ګډوډ کړی دی